
په خیبر کې د مصنوعي غړو د برابرولو پروګرام پیل شو؛ سلګونه جګړه ځپلي کسان ترې ګټه اخلي
د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پاکستان سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او پیپاس ادارې په ګډه د هغو کسانو لپاره د مصنوعي غړو برابرولو پروګرام پیل کړی چې د ناامنۍ، ځمکنیو ماینونو، ډرون بریدونو او بمي چاودنو له امله یې لاسونه یا پښې له لاسه ورکړي دي. په دې هکله بشپړ مالومات د اسلام ګل افریدي په چمتو شوي راپور کې واورئ. #sbsaudiopodcast
Audio and video play straight from the show's own hosting. PodSubs stores and serves no media.

